هرات کې د ۴۸.۲ مېګاواټه بادي او لمریزې برېښنا د تولید پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، نن شنبه په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا د تولید پروژو عملي چارې پیل شوې، چې په لومړني پړاو کې به ۴۳.۲ مېګاواټه بادي او ۵ مېګاواټه لمریزه برېښنا تولید شي.
د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، چې یادې پروژې به د بادي برېښنا د تولید ظرفیت تر ۲۰۰ مېګاواټو او د لمریزې برېښنا تر ۴۰ مېګاواټو پورې ورسوي.
ښاغلي عمر زیاته کړه: “موږ ته له لسیزو راهیسې د برېښنا د تولید یواځې ۲۵۰ مېګاواټه ظرفیت را پاتې و، خو اوس د پراختیا د نوې روحيې سره، تقریباً هره اونۍ د برېښنا د تولید د نویو پروژو شاهدان یو.”
نوموړي وویل، چې د یادو تولیدي پروژو ترڅنګ، له اختر وروسته به د پل هاشمي سب سټېشن د رغونې عملي کارونه هم پیل شي، چې د هرات د برېښنا د تأمین لپاره به بنسټیز رول ولوبوي.
د برېښنا شرکت مسؤلین وايي، ډېر ژر به د هرات لپاره د څلورو نورو سب سټېشنونو د ګټې اخيستنې مراسم هم ترسره شي، څو د یاد ولایت د برېښنا اړتیاوې تر ډېره حده پوره شي.
د یادونې ده، چې افغانستان د اوږدې مودې راهیسې د برېښنا په برخه کې د وارداتو پر انرژی متکي و، خو اوس د نوو داخلي تولیدي سرچینو پراختیا ته جدي هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button