کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره نوی ښارګوټی پرانیستل شو. د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، ياد ښارګوټی د ۱۵۱۰ جریبه امارتي ځمکې پر ساحه جوړ شوی او ۱۱۴۰ نمرې پکې ترتیب شوې دي زياتوي:«دغه نمرې د اړتیا او نفوس له مخې په درېیو کټګوریو وېشل شوي ۵، ۱۰ او ۱۵ بسوې».
یاد ښارګوټی د ریاست الوزرا د اداري او مالي مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي، او د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر حمدالله نعماني له خوا پرانیستل شو او ويې ويل چې دا پروژه د هغو مهاجرینو لپاره ده چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر وویل، اسلامي امارت د بېسرپناه خلکو سرپناه ته جدي پاملرنه کوي، او دا ښارګوټی د دغې ژمنې څرګنده بېلګه ده.


















