یمني ځواکونو بن ګوریون هوايي ډګر باندې توغندیز برید کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د وحشتناکې نسل‌وژنې د غندلو په موخه یې د اشغال شوې یافا په سیمه کې د بن ګوریون (اللُّد) هوايي ډګر د یو فوق‌الصوتي بالستیک توغندي په وسیله په نښه کړی. د عملیاتو له امله د میلیونونه صهیونیستان پناه‌ځایونو ته تښتېدلي او د هوايي ډګر الوتنې په بشپړه توګه ځنډول شوې دي. د یمن وسله‌وال ځواکونه وايي، تر هغې چې د غزې محاصره او یرغل پای ته نه وي رسېدلی، د صهیونیستي رژیم پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button