کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ غویی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر، عبدالمالک الحوثي، یو ځل بیا د فلسطین د قضیې ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د فلسطیني ولس دفاع د دوی دیني او اخلاقي مسؤلیت دی.
ښاغلي حوثي دا څرګندونې د جمعې په ورځ په یوه وینا کې کړې. هغه زیاته کړه:
“موږ به د فلسطین له مظلوم ولس سره د مرستې لپاره له هېڅ قربانۍ ډډه ونه کړو. که اړتیا وي، موږ چمتو یو چې د دې هدف لپاره جګړه وکړو، قرباني ورکړو او حتی شهیدان شو.”
هغه زیاته کړه چې یمن به د غزې د محاصرې ماتولو او د اسرایلو پر ضد د فلسطیني مقاومت ملاتړ ته دوام ورکړي. د هغه په وینا، دا یواځې سیاسي دریځ نه دی، بلکې د عقیدې، انسانیت او غیرت خبره ده.
عبدالمالک حوثي ټینګار وکړ چې د اسلامي نړۍ ټول هېوادونه باید د فلسطین تر څنګ ودریږي او د اشغالګرو پر وړاندې د یو واحد دریځ څرګندونه وکړي.


















