اټومي انرژۍ نړيواله اداره: ايران له همغږۍ پرته اټومي فعاليتونه کړي، تهران يې تورونه رد کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۴)

د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې (IAEA) ويلي، چې ايران په درېيو سيمو کې د يادې ادارې له همغږۍ پرته اټومي فعاليتونه ترسره کړي، چې دا چاره به د لوېديځو قدرتونو له سخت غبرګون سره مخ شي.

رويټرز خبري آژانس د دغه راپور په حواله ليکلي، چې د امريکا، برېټانيا، جرمني او فرانسې له لوري هڅې روانې دي څو ايران د اټومي ژمنو سرغړوونکی اعلان کړي، او کېدای شي دا موضوع د جون مياشتې په غونډه کې په رسمي توګه مطرح شي.

دغه اقدام داسې مهال کېږي، چې د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي خبرو اترو بهير لا هم روان دی، خو د IAEA ياد راپور ښايي دا پروسه له خنډ سره مخ کړي.

بلخوا، د ايران د بهرنيو چارو وزارت او د دغه هېواد د اټومي انرژۍ ادارې په يوه ګډه اعلاميه کې د ياد راپور محتويات رد کړي او ويلي يې دي چې دا راپور له سياسي انګېزو سرچينه اخلي.

په اعلاميه کې زياته شوې، چې ايران به د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې په راتلونکې غونډه کې د هر ډول غير منصفانه اقدام پر وړاندې لازم غبرګون وښيي.

مربوطه مطالب

Back to top button