کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
حماس اسلامي غورځنګ ویلي چې د امریکا د منځني ختیځ ځانګړي استازي ویتکوف له لوري وړاندې شوې طرحې ته یې خپل رسمي ځواب د منځګړو له لارې سپارلی دی. دغه ځواب له ټولو فلسطیني ډلو سره د ملي مشورو وروسته چمتو شوی.
د العربیه او الحدث تلویزیوني چینلونو د سرچینو په وینا، حماس یادې طرحې ته مثبت ځواب ویلی، خو ځینې تحفظات او یادونې یې هم ورسره مل کړي دي.
سرچینې زیاتوي، چې حماس د بندیانو د تبادلې په څرنګوالي اعتراض لري. د توافق له مخې، بندیان باید د دوو ورځو په اوږدو کې خوشې شي، خو حماس وړاندیز کړی چې دا بهیر دې د ۶۰ ورځو په اوږدو کې، په درې پړاوونو کې ترسره شي. د دغې مودې پر مهال به اوربند هم نافذ وي.
د اسرائیلي ۱۳ چینل د راپور له مخې، حماس د هوکړې په لومړۍ ورځ یوازې څلور اسیران خوشې کوي.
حماس دا هم ویلي، چې وړاندیز شوې طرحه د جګړې د بشپړې بندېدو لپاره واضح او باوري ضمانتونه نه لري. غورځنګ خبرداری ورکړی چې دغه وړاندیز اسرائیلو ته د جګړې د بیا پیل کولو زمینه برابروي.


















