کابل او اسلام‌اباد د سفارتي اړیکو لوړولو په تړاو ټلیفوني خبرې کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۴):

 د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې د لوړوالي په تړاو ټلیفوني خبرې شوې دي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کابل او اسلام‌اباد کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو د سفیر کچې ته لوړول یو مثبت پرمختګ بللی او هیله‌ یې څرګنده کړې چې پاتې پروسه دې هم ژر تر ژره بشپړه شي.

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټلیفوني خبرو پر مهال دواړو خواوو ټینګار کړی چې د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړول به د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده چې له تیرو څو کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او دیپلوماتیک تعاملات د مختلفو عواملو له امله له محدودیتونو سره مخ وو، خو اوس هڅې روانې دي چې دغه اړیکې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button