روسیه کې د افغان نوماند سفیر رسماً منل؛افغانستان او روسیه د اړیکو نوي پړاو ته داخلېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۴):
نن د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف په کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو پر نوي پړاو، کازان غونډه کې د شوو تفاهماتو، او د دوه اړخیزو کاري کمېټو پر بحثونو خبرې وکړې.
ښاغلي ژیرنوف د روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادداشت د بهرنیو چارو وزیر ته وسپاره او زیاته یې کړه، هیله لري چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونو اړیکې د ډیپلوماټیکې کچې له لوړوالي سره لا زیاتې او پراخې شي.
مولوي متقي د روسیې له فدراسیون سره د اړیکو دا نوې مرحله مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه باید وتوانېږي په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا زیاتې او پراخې کړي.



