کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ مسؤولین وایي، چې د ځانګړو پلټنو په ترڅ کې یې د مرکز ښرنې اړوند سیمو کې د غلو یوه درېکسیزه ډله نیولې، چې څه موده وړاندې یې د یو ځایي سوداګر له کور څخه نغدې پیسې غلا کړې وې زياتوي:« نیول شوو کسانو ۱۱۳ زره امریکایي ډالر او ۹ میلیونه پاکستانۍ کالدارو پر غلا تورن شوي دي».
امنیتي مسؤولین زیاتوي چې د نیول شوو کسانو له قبضې یې ټولې غلا شوې پیسې بېرته ترلاسه کړې او اړوند سوداګر ته یې تسلیم کړې دي.
پولیس وایي، دغه عملیات د دقیقو کشفي معلوماتو پر اساس ترسره شوي او د لا نورو پلټنو لپاره موضوع څېړل کېږي.
د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ډاډ ورکړی چې نیول شویو مجرمینو ته به د نافذه شریعت او قوانینو له مخې سزا ورکول کېږي.