یمني ځواکونو په اشغال شوي فلسطين کې د “بن ګوریون” هوايي ډګر په بالستیک توغندي ویشتلی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی چې د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ په موخه یې د اشغال شوي یافا ښار “بن ګوریون” هوايي ډګر د “ذوالفقار” په نوم د بالستیک توغندي په وسیله په نښه کړی دی.
د یمني چارواکو په وینا، دغه عملیات يې بریالي وو، چې له امله یې الوتنې بندې شوي او شاوخوا څلور میلیونه اسرائیلي وګړي یې د خوندي پناهځایونو پر لور تيښتې ته اړ کړي دي.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه برید د اسرائیلي رژیم له لوري د غزې پر غمځپلي ولس د روان یرغل، د مسجدالاقصی بېحرمتي، او د فلسطینیانو د نسلوژنې غچ دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې یمن د فلسطیني مقاومت ترڅنګ ولاړ دی او د القسام، القدس، او ټولو مبارزو ډلو وسله والو هڅو ملاتړ کوي.
د يمن وسلهوالو ځواکونو ټینګار کړی چې یمن، که څه هم له کلونو راهیسې تر محاصرې لاندې دی، خو د خپلواک، سرلوړي او آزاد موقف له مخې د فلسطیني ملت تر څنګ ولاړ دی او خپل ملاتړ به تر هغه دوام ورکړي، څو د صهیونیستي رژیم یرغل پای ته ونه رسېږي.



