کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د جوزجان سیمهییزو امارتي مسوولينو ویلي، چې د رسمي او شفافو مراسمو په ترڅ کې یې ۱۸ راسه آسونه، چې د پخواني حکومت له نظامي چارواکي جنرال عبدالرشید دوستم سره تړاو لري، د امارت اسلامي د معتبرو استازو تر نظارت لاندې، د هغه ورور محمد عمر ته وسپارل.
دغه مراسم د ولايت د مقام استازي مولوي اسدالله صداقت، د استخباراتو استازي ملا محمد طاوس مجاهد د علماوو شورا استازي تر څارنې لاندې ترسره شول چې په غونډه کې قومي مشرانو، سپين ږيرو او د ګذر وکيلانو هم شتون درلود.
د چارواکو په وینا، دا اقدام نه یوازې د اسلامي امارت د امانتدارۍ څرګندوی دی، بلکې د خلکو د باور د پیاوړتیا، ملي یووالي او ټولنیز همغږۍ لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د سیمې اوسېدونکو هم له دغه پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د اسلامي امارت د صداقت، ښه نیت او د خلکو د مالونو سره د مسؤل چلند بېلګه بللې ده.