کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د کور او ښار جوړولو وزارت د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د ۵۰۰۰ جريبو په مساحت د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیست چې ټولې ۴۲۶۰ نمرې ځمکې لري.
د پرانیست غونډې پر مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د مهاجرو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي حمدالله نعماني وویل، یاد ښارګوټی د وزارت له ټولو تخنیکي معیارونو او پلانونو سره سم جوړ شوی دی.
هغه کډوال د عزت، دین او ناموس د ساتنې مبارزین وبلل او له ولسونو یې وغوښتل چې خپلو مهاجرو وروڼو ته غېږه خلاصه کړي او هغوی وهڅوي چې هېواد ته راستانه شي.