کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني ویاند ماثیو میلر وروستۍ څرګندونې، د غزې پر محاصره شوي ښار د اشغالګرو لخوا د روانو وحشیانه بریدونو اصلي څيره څرګندوي.
حماس په یوه رسمي بیان کې ویلي، چې میلر په ښکاره توګه دا ومنله، چې اسرائیلي رژیم د فلسطیني ولس پر وړاندې د جنګي جنایتونو مرتکب شوی، چې دا اعتراف د صهیونیستي رژیم پر ضد یو مهم سند ګڼل کېږي او د فلسطیني ولس د مظلومیت ثبوت وړاندې کوي.
په بیان کې ویل شوي: «د امریکا د پخواني ویاند دا څرګندونې نه یوازې دا چې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو اعتراف کوي، بلکې خپله واشنګټن هم د دغو جنایتونو شریکه ګڼي او له نړیوال قانون سره سم باید حساب ورکړي.»
حماس له نړیوالې ټولنې، د جنایي عدالت له نړیوالو محکمو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې دا اعترافات باید جدي ونیول شي، ژر تر ژره دې پلټنې وشي او د صهیونیستي رژیم پر ضد دې قانوني اجرات پيل شي.


















