حزب‌الله: صهیونیستي رژیم اوربند ته درناوی نلري جګړه پیلوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب‌الله په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې (صهیونیستي رژیم) اوربند ته هېڅ درناوی نه‌لري، او د دوامدارو بریدونو په غبرګون کې به پراخه جګړه پیل شي.

د حزب‌الله دا څرګندونې د یاد غورځنک اړوند تلویزیوني شبکې المنار خپرې کړې، چې پکې راغلي:

> “صهیونیستي رژیم د اوربند پر شرایطو سترګې پټې کړي او پر ملکي او مقاومت‌پالو سیمو یې بریدونه دوام لري. موږ نور د دې یرغل پر وړاندې چوپ پاتې کېدلی نه‌شو. جګړه پیلوو.”

د المنار راپور زیاتوي چې حزب‌الله خپل چمتووالی بشپړ کړی، او که یرغل دوام ومومي، نو سخت او بې‌سارې غبرګون به وښيي.

د ویلوده، چې د لبنان د اسلامي مقاومت سازمان دغه خبرداری په داسې حال کې خپور شوی، چې د لبنان جنوبي سیمو کې وروستیو ورځو کې تاوتریخوالی زیات شوی، او د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتي دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button