شجاعیه کې چاودنه؛ ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د غزې ختیځې شجاعیه سیمه کې پر صهیونیستي ترهګرو پوځیانو ځواکونو درنه چاودنه شوې، چې له امله‌ یې ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فلسطیني مقاومت سرچینې وایي، چې دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې د اسرائیلي پوځ د ځانګړو ځواکونو IDF سرتېري شجاعیه سیمه کې د نظامي عملیاتو په حال کې وو.

د عبري‌ رسنیو په حواله له چاودنې وروسته یې ځواکونو ته کمین نیول شوی و، چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر پېښې وروسته، د اسراییلي پوځ چورلکې سیمې ته رسیدلي وژل شوي او ټپیان یې له غزې څخه د اشغالي قدس ته لېږدولي دي.

که څه هم د اسراییلي پوځ رسمي ویاند تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځینې نظامي شنونکي دا پېښه د فلسطیني مقاومت تر ټولو خطرناک برید ګڼلی. د شجاعیه سیمه له هغو برخو څخه ده چې د مقاومت ډلې پکې قوي حضور لري او تل د اسراییلي ځواکونو لپاره د مرګ‌ژوبلې نقطه پاتې شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button