جنرال یحیی سریع: وروستي بریدونه یې اقصی جومات ته د سپکاوي غبرګون کې ترسره کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې په اقصی جومات د اسرائیلي ترهګر ريژیم د تېريو په غبرګون کې یې د اشغالي فلسطین ګڼ شمېر سیمو کې د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي اهداف په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.

د یمني ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: د «ذو الفقار» په نامه ګڼ بالستیک یې په صهیونیستي اهدافو ویشتلي، چې په بریالیتوب سره خپلو هدفونو ته رسیدلي دي.

سریع زیاته کړې چې دا بریدونه د غزې له مظلومو ولسونو او مجاهدینو سره د ملاتړ په موخه ترسره شوی، ترڅو د صهیونیستي رژیم لخوا د نسل‌وژنې، وږي کولو، او د مسجد الاقصی د سپکاوي په وړاندې یو جدي غبرګون وي.

په بیان کې راغلي: “یمن د حماس، اسلامي جهاد او د مقاومت له نورو ډلو ترڅنګ په کلکه ولاړ دی، بریدونه یې همغږي دي او ملاتړ ته به یې دوام ورکوي.

د یمن وسله‌وال پوځ وايي، د فلسطین د ازادۍ لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، او دا هېواد به هېڅکله هغه ملتونه یواځې نه پرېږدي، چې د اشغال پر ضد مبارزه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button