تجارت

انټرنیټ باندې دخارجي پیسو اخستلو خرڅولو کاروبارکول

(فتواشمیره:94)

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته بعد زماپوښتنه داده ده وټي کار څنګه دى؟ پرنيټ باندې کیږي پيسې صرافۍ والاسره جمعه کيږي بياماته اکاونټ راکوي زه يي په موبايل کې خلاصوم اوبيا د دنيا په سطحه خپله د وټي کار کوم ،ډالر، په ايرو،رانيسم او ايرو، په ،ډالرو،مطلب د هرملک پيسې شته چې زړه دې غواړي هغه رانيولاى اوخرڅولاى شې اوکه ګټه وي هغه ګټه دلته د اکاونټ پرپيسو جمعه کيږي اوکه تاوان وي د اکاونټ د پيسو څخه کميږي کارزماپه لاس دى که زه لږکارکوم ياډير اوپيسې هم چې زه وغواړم په هغه ورځ يې د صرافى څخه راايستلاى شم ــ والسلام که ددې په اړه معلومات راکړئ ډيره مهربانى به مو وي ،کاروبارد دنيا په سطحه دى کار يي ګرده پر انټرنيټ باندى کيږى ،،والسلام

 (پوښتنه کونکی:عبدالکبیر افغان )

الجواب وبالله التوفیق

دغه کارو بار نن سبا عام دی ،اګر چې داسوال تاسو ډیر مختصر کړی دی ، بهر حال دا په شریعت کې جواز نه لري ځکه چې په دې کې قبضه په پیسو نه راځي او دقبضې نه مخکې په بل خرڅیږي دغه شان د هغه بل جانب هم قبضه ورباندې نه راځي او قرض په قرض سودا وي ، اوداسې اخیستل خرڅول په شریعت کې روا نه دي.

په مستدرک د حاکم کې دابن عمر رضی الله عنهما نه روایت دی:

عن ابن عمر رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم  أنه نهى عن بيع الكالى ء بالكالى ء هو النسيئة بالنسيئة (مستدرک حاکم ټوک2 مخ 65)

او بدائع الصنائع کې دي

ان الدراهم والدنانير وإن كانت لا تتعين بالعقد ولكنها تتعين بالقبض وقبضها واجب (بدائع الصنائع ټوک 5 مخ 218 سعید)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close