کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
په جولان لوړو کې یوې نوې وسلوالې ډلې د “کتائب محمد الضیف” تر نامه لاندې خپل موجودیت اعلان کړی دی. دغه ډله وايي، دوی به د اسرائیلي یرغل پر ضد مقاومت کوي او د فلسطیني ولس ملاتړ ته چمتو دي.
د یادې ډلې نوم د حماس د نظامي مشر شهید محمد الضیف له نامه اخیستل شوی، چې د فلسطین د مقاومت یو مهم او پټ سمبول بلل کېږي.
تر اوسه لا معلومه نه ده چې دا ډله له کومې رسمي فلسطیني یا سیمهییزې ډلې سره تړاو لري، خو د دوی له څرګندونو داسې ښکاري چې غواړي د جولان له اشغالي سیمې د اسرائیلو پر ضد نوې جبهه پرانیزي.
د منځني ختیځ حالات له وړاندې هم ترینګلي دي، او د دغسې نویو ډلو راپورته کېدل ښيي چې د اسرائیلو پر ضد د مقاومت سیمهییز بُعد د پراختیا په حال کې ده.


















