کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د حماس مقاومت ډلې د غزې په واټونو کې زرګونه ماینونه ښخ کړي دي. د دوی په وینا، دا ماینونه په تخنیکي ډول داسې ځای پر ځای شوي چې د اسرائیلي پوځ پرمختګ وځنډوي او درانه تلفات ورته واړوي.
راپورونه زیاتوي چې دا چاودېدونکي توکي په ښاري سیمو، نریو کوڅو او حتی تر سړکونو لاندې ځای پر ځای شوي دي، چې دا کار د اسرائیلي پوځ لپاره ښاري جګړه نوره هم پېچلې کړې ده.
الجزیره تلویزیوني شبکه وايي چې حماس له وړاندې دا ډول تدابیر نیولي وو او دا ښيي چې دغه غورځنګ ښاري جګړې ته بشپړ چمتووالی لري. د حماس د ویاند په وینا، دا ډول ادعاوې د اسرائیلو د تبلیغاتي جګړې برخه ده، ترڅو د ملکي اهدافو پر ضد بریدونه توجیه کړي.
نظامي شنونکي باور لري چې دا ډول ښخ شوي بمونه د ښاري جګړو یوه عامه تګلاره ده، چې موخه یې د یرغلګرو ځواکونو مخنیوی او د هغوی پرمختګ درول دي.


















