کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلوالو ځواکونو اعلان کړی، چې دوی د اشغالي فلسطین په خاوره کې د صهیونیستي رژیم پر پوځي اهدافو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي.
د یمني پوځ ویاند جنرال یحیی سریع ویلي، چې دا عملیات د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ، د محاصرې د ماتولو، او د اسراییلي جنایتونو د غچ اخیستو په هدف ترسره شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې بریدونه په دقت سره ترسره شول او هدفونه په بریالیتوب سره ویشتل شوي دي.
دا بریدونو د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ ترسره شوي؛ خو تر اوسه د صهیونیستي رژیم له لوري د تلفاتو یا زیانونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.
یمني ځواکونو ژمنه کړې چې تر هغو به خپلو ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکوي څو چې د غزې محاصره ختمه او د فلسطیني ولس حقونه اعاده شوي نه وي.


















