کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
چاد اعلان کړی چې د ټولو امریکایي اتباعو لپاره به نور ویزې نه صادروي.
د دغه هېواد ولسمشر محمد ادریس دیبي ویلي، دا پرېکړه یې د مقابل اقدام په توګه کړې ده، وروسته له هغه چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چاد پر اتباعو د امریکا سفر بندیز ولګاوه.
چاد دا پرېکړه د ملي حاکمیت د دفاع او د خپلو اتباعو د عزت د خوندي کولو لپاره مهم ګام بللی دی.


















