غزه کې صهیونیستي پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د غزې تړانګې له رفح سیمې راپورونه وایي چې د قدس لېوا “سرایة القدس” ځواکونو د اشغالګرو صهیونیستي پوځیانو پر ضد تازه عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د اسرائیلي پوځ ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

قدس لېوا ویلي، چې ځواکونو یې رفح کې د اسرایېلو د ځمکنیو ځواکونو پر ضد هدفي چاودنې، او نږدې کمینونه ترسره کړي دي.

د دوی په وینا، لږ تر لږه ۷ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي. دا بریدونه هغه مهال وشول چې اسرایېلي ځواکونو هڅه کوله د مقاومت د تونلونو او پټنځایونو لټون وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button