د لوی اختر رخصتۍ وروسته د امارت له ادارو د نظم، حاضري او خدماتو څارنه کېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د حکم پر بنسټ، د لوی اختر له رخصتیو د پای ته رسېدو سره سم د امارت ټولې ادارې مکلفې دي چې د اداري نظم، د کارکوونکو حاضري، کاري انضباط او د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې جدي پام وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په رسمي خبرپاڼه کې ویلي، د ادارو د نظم او خدماتو د ارزونې او څارنې لپاره به د یاد وزارت له خوا د مرکز او ولایتونو په کچه جدي اقدامات ترسره شي.

خبرپاڼه زیاتوي، د وزارت استازي به په مرکز او ولایتونو کې ادارې له نږدې وڅاري او د حاضرۍ، فعالیت او نظم له اړخه به یې وڅېړي. همدا راز له ټولو ادارو څخه غوښتنه شوې چې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.

یادونه شوې چې دا ارزونې د محترم مقام د ځانګړي هدایت پر اساس ترسره کېږي او موخه یې د ادارو د لا ښه تنظیم، خدمت رسونې او د نظم ټینګښت دی.

مربوطه مطالب

Back to top button