کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي رژیم رسنۍ وايي چې د یمن له لوري ګڼ توغندي د اشغالي فلسطین په “یافا” تل ابیب توغول شوي، چې له امله یې زرګونه صهیونیستان پټنځایونو ته تښتیدلي دي.
سرچینې زیاتوي، چې له یاد توغندي وروسته د “بن ګوریون” نړیوال هوايي ډګر په شاوخوا سیمو کې درنې چاودنې رامنځته شوي، لوګې پورته کېږي او بن ګورین نړیوال هوایي ډګر تر نامالومې نېټې د هر ډول الوتنو پرمخ تړل شوی دی.
د اسرئیلي رسنیو په وینا، د یمن له لوري د توغول شويو توغنديو له ویرې یوازې له درې میلیونه زیات اسراییلیان پټنځایونو ته په تېښته مجبور شوي دي.
د ویلو ده، چې یمني ځواکونو ته نږدې سرچینو “کابل ټکی کام” ته ویلي، چې یاد بریدونه یې په “الحدیده” بندر د صهیونیستي ترهګر-اشغالګر ريژیم د تېرې ورځې د بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي دي.