زلمی خلیل‌زاد: ازبکستان غواړي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیل‌زاد وایي، ازبکستان هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
ښاغلي خلیل‌زاد دغه څرګندونې د “تاشکند نړیوال کنفرانس” له پای ته رسېدو وروسته پر خپل اېکس (پخوانی ټویټر) لیکلي دي. نوموړي د اسلامي امارت د پلاوي او د ازبکستان د ولسمشر تر منځ د کتنې یوه انځور هم خپور کړی.
د اسلامي امارت یو لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست کوله، د غبرګولي پر ۱۹مه، د دوشنبې په ورځ د “تاشکند نړیوال کنفرانس” کې د ګډون په موخه تاشکند ته سفر وکړ.
د دغه سفر موخه د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ پراختیا، سوداګریزو اړیکو ته وده ورکول او د افغانستان لپاره د نوي اقتصادي فرصتونو لټون بلل شوی دی.
زلمي خلیل‌زاد ویلي، د تاشکند غونډه د افغانستان او منځنۍ آسیا تر منځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو لپاره مهمه موقع ګڼل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button