کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د کار د رژیم او د ریاست الوزراء د حکم پر اساس د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم؛ په امارتي ادارو کې د کار د غوره تنظیم، اداري نظم د ساتنې، کاري انضباط د تأمیناو په چارو کې د غورهوالي رامنځته کولو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په مرکز او ولایتونوکې د ټولو امارتي ادارو د کارکوونکو د حاضرۍ څخه پلټنه او څېړنه روانه ده.
د یادونې وړ ده، چې د دې پلټنې اساسي موخه؛ هېوادوالو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کول او په کارونو کې د خنډ او ځنډ مخنیوی دی.


















