په هرات کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۵ کیلومټره نوري فایبر پروژې کار پیل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د نوري فایبر یوې مهمې او حیاتي پروژې عملي کار پیل شو. دا پروژه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له تایید وروسته د افغان ټلی کام شرکت لخوا تمویلېږي او د هرات د مخابراتو ریاست تر مستقیم نظارت لاندې تطبیقېږي.

د پروژې په لومړي پړاو کې به ۴۵ کیلومټره نوري فایبر وغځول شي، چې موخه یې د هرات له لارې د بادغیس ولایت په تړاو د هېواد له شمالي ولایتونو سره د فایبري شبکې نښلول دي.

د مخابراتو ریاست رئیس له نږدې د پروژې ساحوي لیدنه کړې، د کار کیفیت یې ارزولی او قراردادي شرکت ته یې لازم تخنیکي سپارښتنې ورکړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button