کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د اسراییلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د زوی، اَونر (Avner) د واده مراسم د یمني ځواکونو د توغندیزو بریدونو له ویرې په پټنځای کې پلان شوي دي.
د اسراییلو د (Times of Israel) ورځپاڼې د راپور له مخې، تیره ورځ پولیسو اعلان وکړ، چې د واده پر مهال به د هغو سیمو هوايي فضا تړل شوې وي چې ګواکې په کې امنیتي خطرونه شته؛ دغه واده د څو میاشتو لپاره ځنډېدلې وه ځکه نتنیاهو ډارېده، چې دا مراسم به د یمن لخوا هدف وګرځول شي.
د ویلو ده، چې تېر کال هم د دې کورنۍ ودونه د ډرون/توغندیو د ګواښ له امله ځنډیدلي وو؛ د حزبالله اسلامي غورځنګ یوه ډرون د نتنیاهو په شخصي کور کې ولګېد چې کړکۍ یې ماتې کړې وې، خو کورنۍ یې د برید پرمهال په کور کې نه وه.
د معمول مطابق د واده مېلې د اسراییلو په ښارونو کې ترسره کېږي؛ خو دا واده به په ډېره خوندې سیمه کې ترسره شي، چیرې به چې هوايي فضا به بشپړه توګه تړل شوې وي، پولیس به الوتکې کنټرولوي او امنیتي ګواښونه جدي نیول شوي دي.