جنرال عبدالرحیم موسوي: د ستر رهبر له لوري د غچ اخیستو امر صادر شوی دی

کابل ټکی کام) جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل(
د ایران د سپاه پاسداران سرپرست لوی درستیز جنرال عبدالرحیم موسوي د دولتي تلویزیون له لارې ویلي، چې د اسلامي انقلاب ستر رهبر آیتالله علي خامنهای د اسراییلو له نیواک څخه د غچ اخیستو امر صادر کړی دی.
جنرال موسوي زیاته کړه: «د شهیدانو وینه به بېځایه پاتې نهشي، او صهیونیستي رژیم به ډېر ژر د خپلو جنایتونو سخت حساب ورکړي.»
نوموړي ټینګار وکړ، چې ایران د انتقام لپاره لازم تدابیر نیولي او د غبرګون لپاره پوره امادګي لري.
د یادونې وړ ده چې نن جمعه سهار وختي اسراییلو د تهران په ګډون د ایران پر یو شمېر نظامي او اټومي تأسیساتو بریدونه وکړل، چې پکې د سپاه پاسداران لوړپوړي چارواکي او علمي شخصیتونه ووژل شول.



