کابل ټکی کام ( جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ستر رهبر، حضرت آيتالله سید علي خامنهای، ملت ته په تلویزیوني پیغام کې وویل: چې وسلهوال ځواکونه به د صهیونیستي رژیم په وړاندې کلک دریځ غوره کړي او ملت دې ډاډمن وي چې په دې برخه کې به هېڅ ډول سستي ونهشي.
نوموړي وویل:
« صهیونیستي ريژیم ستره تېروتنه کړې او انشاءالله دا تېروتنه به ورته د تباهۍ لامل شي. ایراني ملت به د خپلو شهیدانو د وینو بدل هرو مرو اخلي او د هېواد د فضایي حریم دفاع ته به کلک ولاړ وي.»
خامنه ای زیاته کړه: چې وسلهوال ځواکونه چمتو دي، د دولت مسؤلین او ملت یې تر شا ولاړ دی، او دا ځل به صهیونیستي رژیم ته داسې ضربې ورکړي چې تاریخ به یې تل یادې ساتي.
د ده په وینا، دا جګړه د صهیونیستي رژیم له خوا پیل شوې، او هغوی باید پوه شي چې له دې ستر جنایت څخه به خلاص نهشي.
آيتالله خامنهای وویل:
«نن د هېواد له ټولو سیاسي او ټولنیزو قشرونو دا پیغام راغلی، چې باید له دې خبیث تروریستي رژیم سره په قوت چلند وشي. موږ به نرمښت ونهکړو، او د خدای په مرسته به پرې غالب شو.»
نوموړي شهیدانو ته د دعا تر څنګ، د هغوی کورنیو ته تسلیت او مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې خدای دې د دوی مقام لوړ کړي.
په پای کې یې له ملت وغوښتل چې ډاډه و اوسي، ځکه اسلامي جمهوریت به د دوی له وینو، خاورې او عزت څخه کلکه دفاع وکړي.


















