کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د “الجزیرې” تلویزیوني شبکې د راپور له مخې یوه جګپوړي اسرائیلي چارواکي اعتراف کړی “نا ممکنه ده چې د ایران اټومي ځواک دې ونړول شي”.
دغه څرګندونې وروسته له هغه شوي چې ایران پر اسراییلي اهدافو پراخ بریدونه وکړل او د خپلو پوځي وړتیاوو یوه برخه یې ښکاره کړه. د راپور له مخې، یاد چارواکی وايي چې ایران نه یوازې د اټومي ځواک د پراختیا په حال کې دی، بلکې د هغې دفاعي وړتیا هم لري چې د هر ډول یرغل پر وړاندې مقاومت وکړي.
شنوونکي دا د اسراییلي رژیم د کمزورۍ یو ډول اعتراف بولي، او باور لري چې دا دریځ ښيي صهیونیستي رژیم نور د ایران د اټومي پروګرام پر ضد د جدي اقدام ته توان نه لري.


















