کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلي پوځ ویاند تأیید کړې چې د ایران له لوري پر اسرائيلي اهدافو تازه پوځي بریدونه پیل شوي دي. دا خبره د اسرائيلو د دفاعي ادارو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه راغلي: ایران د توغندیو او بېپېلوټه الوتکو له لارې نوې حملې پیل کړي دي.
د اسرائيلي پوځ د ادعا له مخې، د هوايي دفاع سیستمونه یې د بریدونو د مخنیوي هڅه کوې، خو تر اوسه د تلفاتو او زیانونو په اړه رسمي جزئیات نهدي خپاره شوي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو ساعته مخکې ایران د اسرائیلو پر یو شمېر مهمو پوځي او ستراتېژیکو اهدافو درانه بریدونه ترسره کړي وو.
پوځي شنونکي وايي، دا ممکن د یوې پراخېدونکې شخړې نښې وي، ځکه چې دواړه اړخونه یو بل ته د غچ اخیستنې ګواښونه کوي.
ایراني چارواکو تر اوسه د دې وروستیو بریدونو په اړه رسمي څرګندونې نهدي کړې، خو د مخکېني برید پر مهال یې ویلي وو چې که اسرائیل بیا هر ډول تجاوز وکړي، ایران به بیا ځوابي اقدامات وکړي.


















