اسرائيلي رسنۍ: تل‌ابیب په خپل تاریخ کې داسې غمجنه شپه نه وه لیدلې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلو رسنیو نن سهار راپور ورکړی چې تېره شپه، چې د ایران له لوري پراخ بریدونه ترسره شول، د اسرائيلو لپاره «تر ټولو غمجنه او سخته شپه» وه.

اسرائيلي ورځپاڼې او تلویزیوني شبکې وایي، تل‌ابیب او شاوخوا سیمې د لسګونو توغندیو او بې‌پېلوټه الوتکو تر برید لاندې راغلې. د بریدونو له امله د ښار په ګڼو برخو کې چاودنې، اورونه، او ویجاړۍ رامنځته شوې دي.

یوه اسرائيلي خبریال لیکلي: «موږ له داسې شپې سره مخکې هیڅکله نه‌وو مخ شوي. خلک له خپلو کورونو وتښتېدل، د هوايي بریدونو الارمونه د ساعتونو لپاره غږېدل، او ښار د ویر او وحشت په فضا کې و.»

د اسرائيلو حکومت تر اوسه د تلفاتو دقیق شمېر نه‌دی خپور کړی، خو سرچینې وایي چې ګڼ پوځي تاسیسات او دولتي ادارې زیانمنې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button