امریکايي سفیر: د شپې پنځه ځله پناه‌ځای ته ولاړم؛ دا مې دنده ده که د منډو سیالي؟

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران د توغندیزو بریدونو له امله د اسرائیلو په اشغال شوې خاورې کې وضعیت ترینګلی شوی او د ګڼو ملکیانو ترڅنګ بهرني ديپلوماتان هم د خطر له احساس سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا سفیر په اسرائیل کې ویلي چې تیره شپه یې پنځه ځله ځان پناه‌ځای ته رسولی، او دا شپه یې “سخته او له فشار ډکه” بللې ده زياته کړې ده چې دا يې دنده ده که د منډو سيالي؟

په ورته وخت کې، ځینو سیاسي فعالانو او خبري سرچینو په طنزي ډول ویلي، چې نوموړی سفیر باید د ګینس نړیوال ریکارډ کتاب ته شامل شي، ځکه داسې ښکاري چې دی د یوې شپې په اوږدو کې تر ټولو زیات پناه‌ځای ته منډې وهونکی ديپلومات ګرځېدلی دی.

د اسراییلو پر ګڼو ښارونو د ایران د پرله‌پسې توغندیزو بریدونو له امله، تېره شپه د خطر زنګونه دوامداره فعال وو، چې ګڼو خلکو ته یې د پناه‌ځایونو پر لور د تګ امر ورکړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button