کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران د پوځ ویاند خبرداری ورکړی چې د دوی راتلونکي توغندیز عملیات به خورا پراخ وي او شاوخوا ۲۰۰۰ توغندي به پکې وکارول شي.
نوموړي زیاته کړې چې دا شمېر توغندي د دوی د پخواني توغندیز برید پرتله شل چنده زیات دي.
ایراني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې سیمه له بېسارې امنیتي کړکېچ سره مخ ده او د ایران او اسراییلو ترمنځ ترینګلتیا خپل اوج ته رسېدلې.
د سیمهییزو چارو شنونکي وايي، که چیرې دا توغندیز ګام عملي شي، نو ښايي له دې وروسته پوځي ټکر نور هم پراخ شي.


















