آه د مظلوم دی/ مدثر همراه

مدثر همراه

آه د مظلوم دی، ورته زړونو کې اورونه بل دي

د رڼاګانو په ښارونو کې اورونه بل دي

 

ها چې زما او ستا د وینو په قیمت جوړ شوي

په اوسپنیزو تعمیرونو کې اورونه بل دي

 

خود به مندر سوزي، ګرجه او کلیسا به سوزي

له ډېره وخته، مسجدونو کې اورونه بل دي

 

مونږ د خلیل بچي یو، مونږه به الله ساتي

که په مونږ بل دي، په لعلونو کې اورونه بل دي

 

همرازه خوند کوي، د جشن او خوښۍ په بڼه

نن د غزې په سرکونو کې اورونه بل دي

مربوطه مطالب

Back to top button