کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴)
رسنۍ راپور ورکوي چې د ایران له لوري پر اسرائیلو روانو توغندیزو بریدونو کې مهم پوځي اهداف په نښه شوي، لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو صهیونیستي ريژیم یې د پټولو هڅه کوي.
د اسراییلو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د امبولانسونو چټک حرکتونه لیدل شوي، چې دا د پېښې جديت څرګندوي.
د وضعیت د لا خرابېدو اندېښنه هم شته، او ایران خبرداری ورکری، چې بریدونه به یې دوام لري.


















