کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴)
اسرائيلي رسنۍ وایي چې د حیفا ښار په صنعتي سیمه کې د نفتو تصفیې لویې فابریکې د ایران له خوا د توغندیز برید هدف ګرځیدلي، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
راپورونه زیاتوي، چې د برید له امله د فابریکو دننه سخته اورلګیدنه رامنځته شوې او غټې چاودنې اورېدل شوې دي. د اور وژنې او بیړنیو خدماتو ډلې سیمې ته استول شوې دي، خو د اور په کنټرول کې پاتې راغلې دي.
د تلفاتو په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو عیني شاهدان وایي چې د برید اغېزې پراخې دي.


















