کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم تر ټولو مهم تجارتي بندر حیفا کې څو سترې صنعتي او تولیدي فابریکې د ایران د درنو توغندیزو بریدونو له امله سختې ویجاړې شوې دي.
عیني شاهدان وایي چې د بندر په صنعتي ساحه کې درنې چاودنې شوې، اورلګیدنې رامنځته شوي، لمبې یې تر آسمانه پورته کېږي.
د اور وژنې او ژغورنې ډلې د اور د کنټرول هڅه کوي، خو د زیان کچه ډېره پراخه ښودل شوې ده.
د ویلو ده، چې د حیفا بندر د اسرائیلو د اقتصاد مهمه ستنه ګڼل کېږي، او د دغو فابریکو ویجاړېدل به لوی مالي تاوانونه ولري.


















