کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلي ورځپاڼې يديعوت أحرونوت د راپور له مخې، د ایران له لوري پر اسرائیلي ښارونو د توغندیزو بریدونو تر ټولو شدیدې څپې پر مهال، د بات یام ښار په جنوبي تل ابیب کې یو شمېر مهمې سیمې په نښه شوې دي چې له امله یې پراخ مالي زیانونو اړولو تر څنګ ځاني تلفات هم اړولي دي.
د يديعوت احرونوت عبري رسنۍ وایي چې په یاد ښار کې د یوه توغندي د سقوط له امله یو شمېر ودانۍ نړېدلې، چې تر اوسه د ۳۵ کسان تر کنډوالو او ملبې لاندې دي. د مرستندویه ډلو په وینا، د نړېدلو ودانیو له لاندې د ژغورنې عملیات دوام لري.
ځايي رسنۍ وايي، په دغه ولايت کې په ټولیز ډول، د تيرې شپې برید له امله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د يادونې ده چې تيره شپه د ايران توغندیو پر ګڼو “اسرائیلي” ښارونو او حساسو مرکزونو بریدونه کړي، چې دفاعي سیسټمونه یې ناکاره کړي او توغندي په هدفونو لګيدلي دي.


















