کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د يمن وسلوالو ځواکونو اعلان کړی چې د صهيونيستي رژيم د ظلمونو په ځواب کې يې د اشغال لاندې یافا ښار پر حساسو نظامي اهدافو د «فلسطين ۲» هایپرسونیک بالیستیک توغندیو په وسیله بریالي عمليات ترسره کړي دي.
په اعلاميه کې ویل شوي، دا بریدونه چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې شوي، ټاکل شوې موخې یې په دقت سره ویشتي او دا عمليات د ایران له خوا د اسرائیلو پر تاسیساتو د ترسره شويو بریدونو سره په همغږي شوي دي.
يمن د اسلامي ايران له ولس، پوځ او رهبرۍ مننه کړې او ټينګار یې کړی چې له غزې مظلوم ولس او مجاهدينو سره پر خپلې ژمنې ولاړ دي. دوی د اسلامي نړۍ ولسونه جهاد ته بللي او خبرداری یې ورکړی چې که چیرې دا ظلم ونه درول شي، نو د غزې درد به پر نورو هم تکرار شي.


















