کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴)
د راپورونو له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو د بالیستیکو توغندیو د بریدونو په دوام کې، د صهیونیستي رژیم دننه دوه مهم اهداف په نښه کړي دي.
سرچینې وايي، ایراني توغندیو د خضیره ښار د برېښنا لوی تمځای (پاور سټېشن) په نښه کړی، چې د سیمې د برېښنا شبکې لپاره حیاتي ارزښت لري. عیني شاهدان وايي، برید له سختو چاودنو سره مل و، او وروسته د تمځای له ودانیو لوې اورونه او تور لوګی پورته شو.
بل مهم هدف، د نتنياهو د کورنۍ استوګنځی و، چې د قیساریه ښارګوټي په یوه لوړه امنیتي سیمه کې موقعیت لري. راپورونه ښيي، چې توغندیو دغه ودانۍ مستقیمه په نښه کړې، خو د مالي او انساني تلفاتو دقیق جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي.
یاد بریدونه د ایران له هغه سخت غبرګون سره تړاو لري، چې د وروستیو صهیونیستي بریدونو په ځواب کې پیل شوي، او د سیمه ییزو چارو شنونکي وايي، چې دا پېښه ښيي چې ایران غواړي خپل نظامي پیغام په ښکاره توګه ولیږي.


















