کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۵غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت زعيم شیخ الحدیث هبتالله اخندزاده نن له غرمې مخکې په کندهار کې د جهادي مدارسو د استادانو، مهتممینو او ناظمانو لپاره په جوړ شوي روزنیز سیمینار کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او د جهادي مدارسو مسئولین هم حاضر وو.
د اسلامي امارت زعیم په خپله وینا کې علماء د شریعت نافذولو، جهاد، قضا او سیاست په برخو کې مسؤل وبلل او ویې ویل چې هغوی باید د امت د اجتماعي ستونزو په حل کې رغنده رول ولوبوي. ښاغلي هبت الله اخندزاده د دیني مبارزې، دعوت او تعلیم په برخه کې د علماو تاریخي خدمتونه وستایل.
هغه ټینګار وکړ چې د دیني علومو احیا د شریعت د اقامې بنسټ دی، او استادانو ته یې سپارښتنه وکړه چې د طلابو فکري او اخلاقي تربیه ته پاملرنه وکړي، د ادارو ترمنځ همکاري وساتي او د اعتماد فضا پیاوړې کړي.


















