کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴)
د راپورونو له مخې شېبه وړاندې د اسرائیلو پلازمېنه تلابیب د څو پرلهپسې زورورو چاودنو شاهده وه. عیني شاهدان وايي چې دا چاودنې دومره زورورې وې چې د ښار مختلفو سیمې یې لړزولي دي.
د اسرائیلي چارواکو له خوا تر اوسه د چاودنو دقیق لامل نهدی څرګند شوی، خو ځینې سرچینې ګومان کوي چې دا ممکن د ایران لخوا د وروستیو بریدونو یوه برخه وي.
د چاودنو له امله د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نهدي خپاره شوي، خو بیړني خدمات او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.


















