کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴)
د اسرائیلو پلازمېنه تلابیب کې د درنو چاودنو پرلپسې غږونه اورېدل کېږي. تازه راپورونه ښيي چې دې بریدونو کې د اسرائیلي دفاعي صنعت مهم هدفونه په نښه شوي دي.
سرچینې تاییدوي چې په دغه برید کې د “رافائیل” په نامه د اسراییلو مشهوره فابریکه په مستقیم ډول ویشتل شوې ده. یاد شرکت د پرمختللو وسلو، توغندیو او دفاعي سیستمونو په تولید کې مهم رول لري.
د برید له امله د فابریکې د ویجاړۍ کچه، د تلفاتو شمېر، او نور جزئیات تر اوسه په رسمي توګه نه دي اعلان شوي، خو ځیني سرچینې د پراخو مالي زیانونو راپور ورکوي.
امنیتي ځواکونه او اور وژونکي ډلې سیمې ته رسیدلي او د وضعیت د کنټرول هڅه کوي.


















