کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف خیبر وایي، چې ټولنیزې رسنۍ باید د موثقو معلوماتو، تعلیم، تجارت او عامه آګاهۍ لپاره وکارول شي، نه د بدو او غیر قانوني اعمالو لپاره.
نوموړی زیاتوي، په ټولنیزو رسنیو کې د تهدید، سپکاوي، توهین، شخصي بریدونو، او د مستعارو حسابونو له لارې خلکو ته ستونزې جوړول یو قانوني جرم دی او وزارت یې جدي څارنه او تعقیب کوي.
د وزارت لهخوا له ټولو کاروونکو غوښتنه شوې چې ټولنیزې رسنۍ په مسؤلانه، اخلاقي او قانوني ډول وکاروي، څو هم د ټولنې لپاره ګټه ولري او هم له قانوني ځواب ویلو خلاص شي.


















