کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
الجزیرې ټلویزیوني شبکې د اسرائیلي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پوځ اړوند د ۹۸یمې فرقې ځواکونه له غزې تړانګې څخه د وتلو لړۍ پیل کړې ده.
سرچینو دا خبر نن څو ساعته وړاندې خپور کړی، خو تر اوسه یې د وتلو د علت، مهالوېش یا هدف په اړه نور جزیات نهدي ورکړي.
یاد ځواکونه په داسې حال کې له غزې شاتګ کوي، چې اسرائیل دا مهال له ایران سره په یوه پراخ او سخت پوځي جنګ کې ښکېل دی.
د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د دې خبر په تړاو لیکلي، چې د ۹۸یمې فرقې ځواکونو له تېرو میاشتو راهیسې د غزې په بیلابیلو سیمو کې پراخ عملیات کړي، چې له امله یې ډېرې ویجاړۍ رامنځته شوي او سیمهییزو خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي، چې له څو اونیو راهیسې اسرائیلي پوځ یو ځل بیا د حماس غورځنګ د “بشپړ له منځه وړلو” په موخه خپل ځمکني بریدونه زیات کړي دي.


















