کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي سید عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د خبرو اصلي تمرکز د ایران او اسراييلي رژيم ترمنځ پر روان وضعیت وو.
بهرنيو چارو وزارت وايي، ښاغلي متقي د ایران پر نظامي او ملکي تاسیساتو د اسراييلي بریدونو غندنه وکړه او دا یې د نړیوالو قوانینو سرغړونه او د ایران د ملي حاکمیت نقض وباله.
د خبرو پر مهال مولوي متقي له ایراني ولس سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې اسلامي امارت به له افغانستانه د سعودي عربستان پر لور د پاتې ایراني حاجیانو د خوندي لیږد په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.
خبرپاڼه زياتوي د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له دريځ، خواخوږۍ او د حاجیانو د انتقال لپاره له ژمنې مننه وکړه، او افغانستان یې د یو ښه ګاونډي او ملاتړي هېواد په توګه یاد کړ.


















