اوباما: په منځني ختیځ او اروپا کې مو یو شمېر متحدین «ډوډۍ خواړه» دي او داعش مو هېواد ته خطره نده

کابل ټکی کام شنبه فریداحمد
له آټلانټيک ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي اوباما ویلي دي چې په نړۍ کې یوشمېر متحدین یې یوازې ډوډۍ خواړه دي او د امریکا له ملګرتیا څخه یوازې دا استفاده کوي چې خپل مشکلات په نړۍ کې پرې حل کړي.
ده سعودي عربستان یاد کړ چې باید په سیمه کې له ایران سره د ژوند کولو چل زده کړي او وویې ویل چې که څه هم ایران د څو لسیزو راهیسې د امریکا دښمن بلل کېده او اوس حالات داسې ندي خو امریکا به د پخوانیو متحدینو په پرتله ایران ته اهمیت ورنکړي.
هغه وویل چې د اسلامي دولت په نامه ډله چې د روسيې په شمول په ډېرو ملکونو کې یې فعالیت باندې بندیز دی، د خپل هېواد لپاره ګواښ نه بولي.



