زلزله خبرونکی موبايل نړيوال مارکيټ ته را ووت

«ساينس»
په نړيوال الکترونکي ځغل کې نوې نوې تجربې روانې دي او د هرې تجربې په وړاندې کولو سره انسان ګوته په غاښ پاتې کېږي، په نورو پر مختللو هېوادونو کې ، چې بريښنايي اختراعات کېږي دومره د حيرانتيا خبره نه وي ؛ خو زموږ خوار او ورسته پاتې هېواد کې نوي اختراع دومره حيرانوونکي وي که ۶۰ يا پنځوس کاله وړاندې ويل شوي وای ؛ نو په ځای ددې ، چې د انسان په خدای ورکړي هنر يې سوچ کړی وای ډول ډول فتواوې به يې ورکولای، چې د خدای په کارونو کې کار لرل ستره او نه بښونکې ګناه ده.
د نوي کال اختراع ، چې رسنيو کې څرګنده شوه هغه د امريکا په کاليفورنيا پوهنتون کې انجنيرانو زلزله خبروونکي موبايل جوړ کړی دی ، دا موبايل نه يوازې دا چې د شوې زلزلې ريکتر درجې معلوموي يوه د قيقه له کيدونکې زلزلې د مخه موبايل لرونکي ته خبرورکوي دا موبايل دومره ذهين دی ، چې تر نورو زلزله معلوموونکو آلو څخه په اسانۍ د زلزلې درجه څرګندوي .
د دې موبايل ، چې د زلزلې د مخه خبر ورکوي ( مای شک ) مبايل نوم ورکړل شوی دی .
که څه هم په امريکا کې د زلزلې د ريکتر درجې د سستم څخه زيات توان نه لري ؛ خو په افغانستان ، پاکستان ، نيسپال ، ترکمنستان ، ايران او نورو يو شمېر هېوادونو کې زلزلې د ريکتر معلومولو له آلې غوره دی .
د دې موبايل اړيکې د خپل الکشن شبکې سره تړلې او تر لسو کيلو مترو پورې د ريکتر درجه په اسانۍ سره معلوموي .
دا موبايل درې مليارده وګړو ترلاسه کړی امکان لري د نړيوال شهرت په موندلو نورو هېوادونو ته هم ورسېږي .



